د عبراني رسنیو د راپورونو له‌مخې، د غزې په جنوب خان‌یونس سیمه کې د نښتې پر مهال یو صهیونیستي پوځي وژل شوی او نهه نور ټپیان شوي دي.

د غزې تړانګې خان‌یونس سیمه په تېرو څو اونیو کې د صهیونیستي پوځ او فلسطیني مقاومت ترمنځ د سختو جګړو شاهده ده.

د راپورونو له‌مخې، په دغه سیمه کې نږدې هره ورځ صهیونیستي پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوړي؛ خو صهیونیست رژیم یې په شدت سانسوروي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version