د صهيونيستي اسرائيلو د پوځ وياند دانيل هاګاري خبر ورکړی، چې وړمه ورځ یې د غزې په مرکزي برخه کې له فلسطیني مجاهدینو سره په نښته کې دوه جنرالان او یو ډګروال وژل شوي دي.

پوځ زیاته کړې، چې جنرالان په بمي چاودنه او ډګروال په مخامخ نښته کې وژل شوی دی.

په ورته وخت کې تازه العالم خبري شبکې نن هم د اسرائيلو د يوه مهم ډلګي مشر د وژلو خبر ورکړی.

ياده خبري شبکه وايي شل کلن اميت تساديکوف د صهيونيستي اشغالګرو د ۲۰۲ پراشوټ کنډک ډلګی مشر وو چې نن د غزې په جنوب کې د فلسطيني مجاهدينو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version