د ‏اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د نوي قانون په اړه د یو شمېر هېوادونو او سازمانونو د نیوکو په غبرګون کې ویلي، دغه قانون د اسلامي شریعت پر اساس جوړ شوی دی او غير مسلمانان دې اسلامي ارزښتونو او د مسلمانانو اعتقاداتو ته درناوی ولري.

د ویاند مرستیال زیاتوی، دا قانون د یو فرد یا شخص په خوښه نه، بلکې د اسلام له معتبرو نصوصو څخه اخیستل شوی دی او په ياد قانون بې ځايه نيوکې په اصل کې په همدې معتبرو اسلامي نصوصو‌ نيوکې دي.

ښاغلی فطرت زیاتوي، چې د دغه قانون په تطبیق کې به له زور او تاوتریخوالي څخه کار نه اخیستل کیږي او په نرمۍ سره به د دغه قانون مادې پر خلکو عملي شي.

د یادؤنې وړ ده، چې د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت دغه نوی قانون تېره اونۍ د ۳۵ مادو په لرلو سره تصویب او په رسمي جریده كې خپور شو، چې یاد وزارت یې په پلي کولو مكلف شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version