د هېواد سترې محکمې خبر ورکړی چې، د فاریاب ولایت د استېناف محکمي د رئیس مولوي علي ګل حمیدي په هڅو او د یاد ولایت د والي مولوي عبدالاحد فضلي په منځګړیتوب د فاریاب د ولایتي اداري د یو شمېر نورو مسئولینو په شتون کې د دوو قومونو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني حل او فصل شوې ده.

یاده دښمني ۲۵ کاله وړاندې د ماکو او نورزيو قومونو ترمنځ رامنځ ته شوې وه، چې په پایله کې یې یو شمېر کسان وژل شوي هم وو، چې اوس مهال د فاریاب ولایت د قضایي ادارې د چارواکو په هڅو د دواړو قومونو ترمنځ پخلاینه رامنځته شوې ده.

د یادونې وړه ده چې د اسلامي امارت قضایي ارګانونو تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د قومونو او کورنیو ترمنځ لسګونه دښمنۍ په دوستۍ بدلې کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version