د پاکستاني طالبانو غورځنګ خبر ورکړی چې، د پېښور ولایت د خیبر ایجنسۍ د باړې له سیمې څخه د ضرار خیبري په مشرۍ یو بل ګروپ هم له یاد غورځنګ سره یوځای شوی او د یاد غورځنګ د مشر مفتي نورولي محسود څخه یې خپل بیعت اعلان کړی دی.

پاکستاني طالبانو غورځنګ په همدې مناسبت د پاکستان د پوځ پر وړاندې له ټولو جنګېدونکو ډلو څخه غوښتنه کړې چې په یو صف کې سره راټول شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version