محمد فیصل
دا څو ورځې په ټولنیزو شبکو کې د تیر حکومت د کورنیو چارو د وزیر مسعود اندرابي غږیز او ویډیو کلیپونه لاس په لاس کیږي.
اندرابي د شر و فساد په ډله کې له خپلوۍ، فساد او بې کفایتۍ څخه شکایت کړی دی.
هغه د شر و فسا ډله کې په ځانګړي ډول د عطا نور او د هغه د زوی خالد او امرالله صالح نومونه یاد کړي دي.
د شر و فساد جبهه چې د تیر حکومت پر مهال یې مهمې څوکۍ په لاس کې وې، له خپل موقف څخه یې ناوړه استفاده کوله.
شر و فساد چې بل نوم یې جمعیت او جنبش دی، تیر کې یې د اشغالګرو په مرسته افغان ولس یرغمل کړی و.
د خلکو ځمکې یې غصب کړې او په پراخ مالي او اخلاقي فساد کې ښکیل وو.
د اندرابي څرګندونې دومره د حیرانتیا وړ ځکه نه دي چې د شر و فساد ټول تاریخ له فساد، قومپالنې، سمتپالنې او افغانستان ورانونې څخه ډک دی.
اندرابي چې اوس لکه د شر و فساد د نورو غړو په څیر له افغانستان څخه بهر اوسیږي، څرګندونې یې ښیي چې دغه د شر ځاله د افغان حکومت پر ضد نوره یوه خوله نه ده.
پاشلې ده او دوی چې څومره ځان ملي ملي کوي، هغومره ناملي دي.
اندرابي یو ځای په اصطلاح د مقاومت والاو د جګړې په اړه هم سوال راپورته کړی او هغوی یې ناکامه ګڼلي دي.
اسلامي امارت د کابل د نیولو سره سمدستي پنجشیر ونیوه او ښه خبره دا وه چې دوی د ځینو کړیو هغو خبرو ته غوږ و نه نیوه چې له اسلامي امارت څخه یې د صبر او د پنجشیر نیولو کې زغم غوښت، ځکه که طالبانو هغوی ته وخت ورکړی وای، ممکن اوسنی افغانستان بل ډول وای.
دا د طالبانو لوی ګام و چې افغانستان یې ډېر ژر تر یوې واحدې قومندې لاندې راوست او د شر و فساد لمنه یې ور ټوله کړه.
تېرو دریو کلونو کې شر و فساد د مقاومت او بریدونو ګڼې ادعاوې کړي، خو عیني واقعیتونه ښیي چې نه یې مقاومت شته، نه یې ډله او دا هر څه یې خیالي کیسې دي.
که کوم ځای کې د برید په اړه لږ څه هم اوریدل شوي، نو افغان امنیتي ځواکونو په نطفه کې هر څه ورته له منځه وړي دي.
د مقاومت والاو د فساد، ناملیتوب، ظلم، تعصب په اړه د اندرابي خبرې باید موږ حیران نه کړي، ځکه دا هر څه په دوی کې له پخوا موجود وو او همدا لامل وو چې له خپلو امریکایي بادارانو څخه مخکې له افغانستان څخه وتښتیدل.
اندرابي خپله هم د شر و فساد یو متعصب او د اشغال په غیږ کې رالوی شوی فاسد شخص دی چې اوس هڅه کوي له دې لارې یو څه ترلاسه او یو څو کسان په ځان راټول کړي.
خو ان شاءالله د شر و فساد هره هڅه به ناکامیږي.