د چارو ادارې لوی رياست په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د سرپرست حکومت د رييس الوزراء د شفاهي هدايت په اساس د هېواد د فتحې او د اشغالګرو ځواکونو د شړلو د څلورمې کليزې د وياړ او درناوي په موخه د کابل ټولو تفريحي ځايونو ته ورتګ وړيا دی او ټکټ اخيستلو ته اړتيا نشته.
د خبرپاڼې پر اساس هېوادوال کولای شي د جمعې شپه، د اسد ۲۴ مه (جمعې ورځ) او د هفتې شپه ټولو تفريحي ځايونو ته لاړ شي او د ازادۍ په خوښيو کې برخه واخلي.
ياده دې وي، چې د هېواد د فتحې او اشغال د پای د څلورمې کليزې د نمانځلو په موخه د هېواد د پلازمېنې کابل په ګډون په ټولو ولايتونو کې ګڼ شمېر غونډې، سيالۍ او نور بېلابېل تفريحي پروګرامونه په پلان کې نيول شوي دي.