د افغانستان د سرپرست حکومت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور او نورو لوړ پوړو چارواکو په شتون کې د هرات د پاشدان اوبو او برېښنا بند د پرانيستې مراسم ترسره شول.
د معلوماتو له مخې پاشدان بند د هرات په کرخ ولسوالۍ کې د ۱۱۷ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوی، چې د ۱۳ زره هکټاره ځمکې د خړوبولو او د نږدې دوه میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.
د ياد بند د جوړولو لګښت په بشپړه توګه د دولت له بودجې څخه ورکړل شوی دی.
د يادولو ده، چې د پرځېدلي جمهوريت مشر له وخت مخکې د ياد بند پرانيسته کړې وه، چې ډېری اساسي کارونه یې پاتی و او واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته پيل او دا دی بشپړ شول.