د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون ویلي، چې په پخوانیو افریقایي مستعمرو کې د فرانسې د نفوذ دوره پای ته رسېدلې ده.
مکرون دغه څرګندونې تېره ورځ دوشنبه د کینیا پلازمېنه نایروبي کې د افریقایي هېوادونو د سرمشریزې تر پیل وړاندې کړي.
هغه ویلي، د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ په مالي، نایجر او بورکینافاسو کې د پوځي کودتاوو له امله پاریس په دغو هېوادونو کې خپل نفوذ بایلود.
نوموړي دا هم ویلي، چې له دغو هېوادونو فرانسوي پوځیان وتلي دي.
د یادونې ده، چې یادو درېیو هېوادونو مشران د نایروبي په غونډه کې ګډون نه کوي.


