د فرانسې ولسمشر، اېمانوېل ماکرون نن (پنجشنبه) په ځایي وخت سهار مهال د خپل چینایي سیال په رسمي بلنه د چین پلازمېنې بیجېنګ ته رسېدلی.

ټاکل شوې، مکرون په دې درې ورځني سفر کې له خپل چینایي سیال شي جېن پېنګ په ګډون له لوړ پوړو چینایي چارواکو سره وګوري.

د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټکنالوجیکي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ښودل شوې.

د یادونې ده، چې چین ته د مکرون څلورم رسمي سفر دی چې ترسره کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version