د هرات امنیه قومندانۍ رسنيز دفتر وايي، د دغه ولايت امنیتي ځواکونو د تېرې يوې میاشتې عملیاتو په ترڅ کې ۸۸ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.

سرچينه وايي، نیول شوي کسان د قتل، وسله‌والو غلاوو، د وسایطو او موبایلونو غلا او د ناقانونه وسلو د لېږد په قضیو کې تورن دي.

د معلوماتو له مخې په دې موده کې ۳۹ لکه افغانۍ کشف شوي، همدارنګه ۱۸ وسایط، ۵۳ موبایلونه او ۱۶۹ زره افغانۍ بېرته اصلي خاوندانو ته سپارل شوې دي.

د هرات امنيه قومندان شيخ نقيب الله عزيزي ويلي، چې د ښار د امنیت د پیاوړتیا لپاره یې تازه په شیدایي او خوش‌رود سیمو کې ۱۶ او ۱۷ امنیتي حوزې جوړې کړي او په څو نورو سیمو کې هم امنيتي ماموریتونه فعال شوي دي.

امنیه قومندان همدا راز ټینګار کړی، چې د ټاپي په ګډون نورې سترې پروژې هم دا مهال په بشپړ امن کې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version