د فلسطین روغتیا وزارت تازه شمېرې ښیي، چې په غزه تړانګه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له‌امله د شهید شویو فلسطینیانو شمېر ۱۸ زره او ۴۳۰ تنو ته رسېدلی.

د وزارت د خبر له‌مخې، پر غزې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې بیا په دغه تړانګه کې د شهید شویو فلسطینیانو رسمي شمېر ۶۰ زره او ۴۳۰ تنو ته رسېدلی، چې له ډلې یې نهه زره او ۷۳۵ مېرمنې دي.

ورته مهال د غزې د طبي مرستو ادارې چارواکو ویلي، چې غزې ته داخلېدونکې مرستې د دغې تړانګې یو سلنه اوسېدونکو ته هم بسنه نه‌کوي.

دوی همداراز ویلي، چې غزه کې د خوړو د نشوتوالي له امله د انسانانو د مړینې کچه د لوړېدو په حال کې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version