د اسرائيلو د اورشليم پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې شاوخوا ۶۰۰ لوړپوړو چارواکو چې پخوا یې د اسرائیلو په پوځ، موساد، شاباک (داخلي امنيت) او نورو امنیتي ادارو کې دندې ترسره کړې وې، په یوه سرخلاصي لیک کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي چې پر بنیامین نتانیاهو فشار راولي، تر څو غزه کې روانه جګړه ژر تر ژره ودروي.

سرچينه وايي، دغو چارواکو په خپل ليک کې ټینګار کړی، هغه نظامي بریدونه چې اسرائیلو پر غزه پیل کړي، نه یواځې دا چې د حکومت له‌ خوا اعلان شوي امنیتي اهداف یې نه دي ترلاسه کړي، بلکې د اسرائیلو نړیوال اعتبار ته یې جدي زیان رسولی او داخلي امنیت یې هم له خطر سره مخ کړی دی.

معلومات وايي، په دغه لیک کې خبرداری ورکړل شوی چې د جګړې دوام د تلفاتو د زياتېدو، په ټولنه کې د درزونو ژورېدو او په نړیواله کچه د اسرائیل پر وړاندې د انزوا د زیاتېدو سبب شوی دی.

دغو اسرائيلي چارواکو زياته کړې، حال دا چې د نتنياهو حکومت داسې هېڅ ډول سیاسي تګلاره نه لري، چې د دې جګړې پای ته رسېدل تضمین کړي.

د ياد ليک لیکوالانو، چې زیاتره یې د استخباراتو، پوځ او پولیسو پخواني مشران دي زياته کړې:«د نتنیاهو د کابینې اوسنی دریځ چې یوازې پر پوځي حل تمرکز لري، نه‌ یواځې ناکامه تګلاره ده، بلکې له امله به یې نړیوال فشارونه زیات، سیمه نوره هم بې‌ثباته او افراطي حرکتونه به پیاوړي شي.»

د ياد ليک په پای کې همدا راز له ډونالډ ټرمپ غوښتل شوي، چې له خپل نفوذ څخه په کار اخيستو تل‌ابیب دې دې ته اړ باسي چې جګړه بنده کړي او د سیاسي حل پر لور لاړ شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version