له هغه راهیسې چې افغانستان ثبات او امنیت ته رسېدلی او د آزادۍ خوند یې څکلی، مخالفینو د هېواد د وینو او اوښکو صحنه پرېښوده، له هېواد څخه وتښتېدل او د پردیو هېوادونو په لوري یې د همېشني سفر بسترې وتړلې. هغوی داسې انګېرله چې هغه جګړه، ویجاړۍ او دردونه چې په خپل هېواد کې یې تر شا پرې ایښي او په ملت یې خوند څکلی، پر ځان او کورنیو به یې نه راګرځي او دوی به له دې عذابونو خوندي پاتې شي.

هغه څه چې مخالفین یې ظاهراً د کورنیو شخړو ګټونکي ښودل، دا وو چې کولای یې شو افغانستان د تجربو او تېروتنو د ډګر په توګه استفاده کړي؛ شتمني راټوله او د راتلونکو بدو ورځو لپاره یې زېرمه کړي، هر کله یې چې امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کېدل، بل هېواد ته به وتښتي او ځانونه به خوندي کړي. خو دوی ډېر لږ، یا هېڅکله هم، دا احتمال نه سنجاوه چې کېدای شي په همدې پرديو هېوادونو کې به ترور یا تر برید لاندې ونیول شي، د خپلې ناپوهۍ، بې‌ کفایتۍ او نه زغم له امله به یو په بل پسې وسلې راواخلي.

هغه لاملونه چې اکرام‌ الدین سریع یې په یوه پردي هېواد کې قرباني او له منځه یووړ، باید د مخالفو ډلو د اختلاف‌ ځپلو او له شخړو ډکو کړیو په منځ کې ولټول شي؛ هغه کړۍ چې اختلاف یې د یو بل پر ضد د وسیلې په توګه او د ځان سپین ښودلو لپاره کاراوه. د مخالفینو فرعي او کوچنیو کړیو دا ګومان کاوه چې نور د خپلو مشرانو د غلامۍ له ولکې خلاص شوي دي او کولای شي هر څه ووايي او د یو بل پټ رازونه افشا کړي؛ خو هغوی دا هېر کړي وو چې د دا تښتېدلي مشران د وژنو، لوټمارۍ او خپل منځي دسیسو اوږده سابقه او په دې لوبو کې پخې تجربې لري. که څه هم اوس په پردیو هېوادونو کې ژوند کوي، خو بیا هم کولای شي د حق‌ ویونکو خولې وتړي او غږ یې چوپ کړي.

له دې هر څه بېل، هغه وروستۍ پېښه چې یو پخوانی جنرال پکې ترور شو، دا حقیقت یې لا ډېر روښانه کړ چې مخالفین له خپلو شخصي ګټو او مصالحو پرته د بل څه په اړه فکر نه کوي. هغه کسان چې کلونه کلونه یې ورسره اوږه پر اوږه کار کړی، که لږ هم خوله خلاصه کړي، له صحنې څخه یې حذفوي. دا واقعیت اوس تر بل هر وخت ډېر ملت ته څرګند شوی او د مخالفینو له څېرو یې پرده پورته کړې ده.

دا او نورې پیښې چې خلک یې د رسنیو له لارې د مخالفینو له خولو د یو بل پر ضد اوري، افغان ملت یې تر بل هر وخت ډېر د تېر رژیم د واکمنو څېرو په بې‌ کفایتۍ او ناکامۍ ډاډه کړ، د هغوی لوېدلی دریځ او شرارتونه یې ښکاره کړل. دا کسان که هر څومره په دروغو او تبلیغاتو ځان رښتیني، سپین او امانت کار وښيي، د بدنامۍ له شرم ډک تور داغ یې له لمنې هېڅکله نه پاک کېږي.

دا هغه کسان وو چې شل کاله یې واک په لاس کې و، افغانستان یې د شخړو ډګر ګرځولی و او ځانونه یې هر کاره ګڼل؛ خو د واکمنۍ پایله یې د هېواد له ورانۍ، د ملت له دردونو، ملي شاتګ او د هېواد له بې‌ وسۍ پرته بل څه نه وو.

همدا چاره د دې لامل شوې چې اوس د دوی له منځه یو کس را ولاړېږي، خپله خوله پرانیزي، له خپلو پخوانیو ملګرو ځورېږي او نیوکه پرې کوي. فهیم فطرت چې د جمهوریت په وخت کې د پارلمان سلاکار او د مقاومتيانو له ملاتړو څخه شمېرل کېده، د اکرام‌ الدین سریع په لاره روان شوی او پر خپلو مشرانو نیوکې کوي او د هغوی اختلاف‌ زېږوونکې او خامې تګلارې سختې بې پایلې بولي.

هغه څه چې فهیم فطرت یې نن وايي، د افغان ولس لپاره نوې خبره نه ده، ملت ته له پخوا راهیسې دا واقعیت څرګند و. له خپل منځي اختلافاتو، پاشلتیا او شخصي ګټو بیا تر ځان‌ غوښتنې او تر نورو د ځان غوره ګڼلو پورې، دا ټول د مخالفینو هغه شاخصونه او ځانګړنې وې/ دي، چې اوس هم په همدې مسائلو کې اختلاف لري او تر شخړو یې رسوي. یوازینی څه چې د دې ټولو قضیو تر شا ملت ته رسېدلی، هغه ورځ تر بلې د هېواد د هرې چارې په اړه د مخالفینو له زیاتېدونکې ناتوانۍ او ناکامۍ څخه د ملت خبرېدل دي او بس.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version