د نیو عرب رسنۍ د راپور له مخې، د قطر او مصر منځګړو په غزه کې له ۵-۷ کلونو اوربند لپاره یو نوی وړاندیز وړاندې کړی.

د سرچينې په وينا، د منځګړو په دې نوي وړاندیز کې به حماس د یو شمېر فلسطیني بندیانو په بدل کې ټول پاتې اسرائيلي بندیان خوشې کړي او له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو بشپړ وتل هم په کې شامل دي.

له بل لوري الجزيرې خبر ورکړی چې د حماس غورځنګ استازي قاهرې ته رسیدلي دي، ترڅو د مصر او قطر په هغه وړاندیز بحث وکړي چې له مخې یې باید د اسرائیلو او حماس ترمنځ له پنځه تر اووه کالو اوربند وشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version