د پنجشیر ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند حقمل سعد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ترڅ کې د یادې قومندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ۱۲ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.

د ښاغلي سعد په وینا، له دې ډلې ۹ تنه د غلا په تور او ۳ تنه د اخلاقي فساد په تور نیول شوي، چې د قانوني پروسې له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته پېژندل شوي دي.

د پنجشیر امنیه قومندان قاري احمدالله ویلي چې له دې یې موخه د شرعیت حاکمیت، د خلکو ارامتیا، او د مجرمینو پر وړاندې بې‌پرې او قاطع مبارزه ده.

نوموړي ډاډ ورکړی چې د پنجشیر امنیتي ځواکونه به هیڅکله هغو کسانو ته اجازه ورنکړي چې د خلکو مال، عزت او امن ته خطر پېښ کړي.

ښاغلي بدر زیاته کړې ده، چې د مجرمینو پر وړاندې به د پولیس ځواکونو دغه ډول اقدامات دوام ومومي تر څو د پنجشیر د خلکو امنیت لا ښه تأمین او مجرمین د قانون منګولو ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version