د قطر بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هېواد بشرپاله مرستو لېږدونکې یوې پوځي الوتکې د دمشق هوايي ډګر کې ناسته کړې ده.

د معلوماتو له مخې دا سوریې ته د قطر د بشرپاله مرستو د لېږد پنځمه الوتکه ده، چې ۳۷ ټنه خوراکي توکي لېږدوي.

د يادونې وړ ده چې سوريه کې د بشارالاسد رژيم له ړنګېدو او د تحريرالشام غورځنګ له واک ته رسېدو وروسته قطر په دمشق کې خپل سفارت هم پرانيستی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version