د عربي رسنيو د راپور له مخې، د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني، د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدي، سره په دوحه کې ليدلي دي.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا ترڅنګ، په سیمه کې د وروستيو پرمختګونو، په ځانګړي ډول د غزې تړانګې او نیول شویو فلسطیني سیمو، سوریې او لبنان په اړه خبرې شوې دي.

د دې ناستې په ترڅ کې، قطري وزیر یو ځل بیا له غزې تړانګې څخه د فلسطیني ولس د جبري اېستلو هڅې غندلي او خبرداری یې ورکړی، چې دا ډول هڅې به په نیول شویو فلسطیني سیمو کې د شخړو د بیا پیل لامل شي او د فلسطیني ولس کړاوونه به نور هم زیات کړي.

ياده دې وي، چې د ټرمپ هغه پلان ته چې غواړي د غزې خلک په جبري توګه وباسي، د عربي هېوادونو په ګډون د نړۍ ګڼ شمېر اسلامي او غير اسلامي هېوادونو هم توند غبرګون ښودلی او يو احمقانه او د تمسخر وړ پلان یې بللی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version