د الجزيرې خبري شبکې د راپور له مخې د قطر لومړي وزیر، محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سوریه کې د اوسني حکومت او تحريرالشام غورځنګ له مشر ابو محمد الجولاني سره په خبرو کې له صهيونيستي اسرائیلو غوښتي چې ژر تر ژره خپل ځواکونه د سوریې ترڅنګ د ملګرو ملتونو له جوړې شوې بې طرفه سیمې وباسي.

د قطر لومړي وزير دغه راز په دمشق کې د سوریې د نوي مشر ابو محمد الجولاني سره په ګډه خبري غونډه کې هم ګډون کړی او د اسرائيل له لوري د سوریې د حايل سیمې نيول یې اشغال ګڼلی او صهیونیستي اسرائيلو ته یې ژر تر ژره د يادې سيمې د پرېښودو خبره کړې.

له بل لوري بيا ښاغلي جولاني د قطر او سوریې ترمنځ له کلونو وروسته د جوړو شویو تودو اړيکو هر کلی کړی، او ټينګار یې کړی چې د سوریې او صهيونيستي رژيم تر منځ پولې په ۱۹۷۴ کې ټاکل شوي دي او اوس څوک حق نه لري چې د سوریې خاورې ته دننه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version