د ملي پراختیا شرکت وايي، چې د قوش تېپې کانال د دویم فاز چارې ۸۱ سلنه او د دغه کانال د سربند چارې بیا ۶۴ سلنه پرمخ تللي دي.

دغه شرکت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه کانال چارې، د افغان انجینیرانو پر مټ پرمخ ځي او دغه پروژه، د هېواد لپاره حیاتي ارزښت لري.

د قوش تېپې کانال د دویم فاز د جوړولو ټول لګښت ۲۰ میلیارده افغانۍ کېږي، چې له کورنیو سرچینو څخه ورکول کېږي او د افغانستان او سيمې په کچه د ځمکو د خړوبولو له سترو کانالونو ګڼل کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version