د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د لبنان او صهیونیستي رژیم استازو پرېکړه کړې، څو اوربند درې اونۍ نور هم وغځوي.
نوموړي زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د لبنان ولسمشر جوزف عون او د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو کوربهتوب وکړي.
راپورونه وایي، دا به د صهیونیستي رژیم په تاریخ کې د ولسمشر او لومړي وزیر په کچه د لبناني او صهیونیستی چارواکو لومړۍ لیدنه وي.
له بلې خوا، د لبنان حزبالله ډلې د صهیونیستي رژیم د وروستیو بریدونو په غبرګون کې پر صهیونیستي اهدافو توغندیز بریدونه ترسره کړي دي.


