د لبنان ولسمشر جوزېف عون ویلي، چې له صهیونیستي رژیم سره خبرو کې به هېڅکله ملي ګټې له پامه ونه غورځوي، بلکې لومړیتوب یې د اوربند غځول او د کليو نړولو لړۍ درول دي.

نوموړي همداراز پر داخلي يووالي ټينګار کړی؛ ترڅو صهیونیستي رژیم له کورنيو درزونو ګټه پورته نه کړي.

بلخوا، د حزب الله لوړپوړي غړي حسین حسن ویلي، چې که څه هم له حکومت سره یې اړیکې ترینګلې شوي، خو دوی د اړیکو بشپړ پرې کېدو پلوي نه دي او لا هم عون د هېواد ولسمشر ګڼي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د امریکا په منځګړیتوب لبناني او صهیونیستي ډیپلوماټانو د لبنان په جنوب کې د روانې جګړې پر پای ته‌ رسېدو خبرې کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version