د فلسطین روغتیا وزارت ویلي، چې د اوربند هوکړې سره-سره تېره ۲۴ ساعتونو کې صهیونیستي ځواکونو د ماشومانو په ګډون ۶ تنه فلسطینیان شهیدان او ۱۸ نور ټپيان کړي دي.

حماس غورځنګ دغه بریدونه غندلي او له فلسطینیانو یې غوښتي، چې پر وړاندې یې خپله وسله‌واله مبارزه او ولسي کمېټې فعالې کړي.

فلسطیني چارواکو بیا دا بریدونه د اجباري بې ‌ځایه کولو پلان بللی او له نړیوالې ټولنې یې د عاجلې مداخلې غوښتنه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version