د لبنان ولسمشر جوزف عون ویلي، چې د هېواد دننه او بهر هڅې روانې دي، څو د خبرو له لارې د جنوبي لبنان امنیت او ثبات تأمین شي.
نوموړي زیاته کړې، چې له جرمني سره یې په پوځي برخه کې دوه موافقې لاسلیک کړې دي.
د لبنان په جنوب کې د حزب الله ډلې او صهیونیستي رژیم ترمنځ درنې جګړې وشوې، چې له امله یې زرګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
پر جنوبي لبنان د صهیونیستي رژیم وقفهیي بریدونه لا هم دوام لري.
