د لبنان د ولسمشر دفتر په يوه بيان کې ويلي، چې ولسمشر جوزیف عون د اروپایي ټولنې هغه پلاوي ته چې لبنان ته یې سفر کړی و، ویلي چې اروپايي هېوادونه باید پر اسرائیل فشار راوړي څو اوربند ته درناوی وکړي او د کلیو له ویجاړولو ډډه وکړي.

د سرچينې په خبره عون همداراز ټینګار کړی چې د خبرو اترو له لارې د اوسنی کړکېچ پای ته رسولو پلوی دی.

دا څرګندونې داسې مهال کيږي چې اسرائیل پر لبنان خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او په ترڅ کې یې د ۲۰۲۴ کال د مارچ له پیل څخه تر دې دمه د ښځو، ماشومانو او روغتیايي کارکوونکي په شمول ۲۷۵۹ تنه وژل شوي او ۸۵۱۲ نور ټپیان دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version