د حماس غورځنګ نشراتي ادرس ويلي، چې د اسرائیل له لوري د حماس د مشر خلیل الحیه څلورم زوی عزام د شهادت په تړاو، د فلسطین ولسمشر محمود عباس، د قطر لومړي وزیر، د مصر او ترکیې استخباراتو مشرانو، د عمان لوی مفتي او یو شمېر نورو فلسطیني ډلو نوموړي ته تسلیت او خواخوږي ویلې ده.

سرچينې ويلي، دې چارواکو په خپلو پیغامونو کې د فلسطینیانو سرښندنې ستایلې او د اسرائیل بریدونه یې په‌ کلکه غندلي دي.

بلخوا خلیل الحیه ټینګار کړی چې دا ډول جنایتونه به د دوی هوډ کمزوری نه کړي او تر وروستۍ سلګۍ به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version