لیکوال: ارغوان وطنیار

یاده رادیو د تېر جمهوریت په راتګ د لغمان د PRT له خوا جوړه شوه، PRT په لغمان کې دوه غږیزې رسنۍ لرلې، یو یې د پامیر رادیو وه او بله یې د کاوون غږ رادیو وه، چې پامیر د PRT له منځه نشرات کول او کاوون غږ یې تر څېرمه فعالیت درلود، بیا وروسته پامیر په همدې کاوون کې مدغم شوه.

دوی ته امریکایانو قرادادونه ورکول او هغه قرادادونه یوازې د طالب ضد تبلیغات وو لکه (طالبان ستاسو د سر، مال او عزت دښمنان دي؛ دوی ته هیڅ راز، ځای او پناه مه ورکوﺉ) یا به یې ویل: ترهګر ستاسو بچي وژني، ستاسو سړکونه، پلونه او بندونه ویجاړوي د مشکوکو خلکو په اړه نږدې امنیتي ادارو سره مرسته وکړﺉ.

دوی به د مشهورو جهادي دلګۍ مشرانو او قومندانانو نومونه اخیستل او د هغوی په سر به یې انعامونه اعلانول.

تاسې که اوس ددې رادیو بانکي سټیټمنټونه وګورﺉ دوی ته همدا پروژې د بیان رادیو چې بګرام کې وه یا نورو بهرني ادرسونو ورکولې.

په هر حال وروسته د دولت دې ټکي ته پام شو چې یاده رادیو باید د یو شخص په ګروګان کې پاتې نه شي، دولت ته مصادره شي، هغوی ورته یو فرهنګي کمیټه جوړه کړه چې لاندې فرهنګي کسان یې په ترکیب کې ورته پیشنهاد کړل.

فرهنګي کمیټه: سعد استاد، هجرت وقاد، بشیر احمد سایل او میرویس خواخوږ.
یادې رادیو درې حمایوي انتونونه لرل چې قرغیو ولسوالۍ، علیشنګ ولسوالۍ او دلت شاه ولسوالۍ کې امریکایانو نصبې کړې وې او د دې رادیو نشرات به له سروبي، سپین غر او لواړګي پورې اورېدل کېدل؛ ددې رادیو د هر انتن قیمت له پینځه زرو ډالرو پوته قیمت درلود.

ددې رادیو د ځمکې موضوع:
کله چې PRT دا رادیو ایجاده کړه بیا یې اداري مجلس کې د وخت والي ګلاب منګل څخه یې وغوښتل چې ځمکه ورته ورکړي بیا همدې ټکي ته په پام چې دا رادیو د یو شخص له ګروګانه راووځي او دولت پرې تصرف ولري د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست په داخل کې ورته ځمکه ورکړل شوه.

د وخت په تېرېدو ددې رادیو مسول مدیر انقلابي یوسفزي هلته شخصي تصرف پیل کړ او انقلابي باندې د چا وس نه رسیده تر یو وخته یې د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال ډاکټر عبدالله لغماني حمایه لرله بیا چې عبدالله لغمانی له منځه لاړ نو دی د استخباراتو د رئیس امرالله صالح سره شناخت پیدا کړ او دا شناخت یې هماغه د عبدالله لغماني سره د پخوانیو اړیکو له امله پیدا شو.

بیا وروسته د امرالله صالح د روند سبز ګوند غړی شو نو انقلابي دا رادیو تصرف کړه ان هلته یې د خپل شخصي کور جوړولو چارې روانې کړې درې خوني یې جوړې کړې او د څارویو او چرګانو لپاره هم غوجل او یو فارم ځای جوړ کړی کله چې فتحه راغله د کور او استوګنځي لپاره یې د چې لا یې د خونو سرونه نه دي پوښل شوي.
ا.ا.ا پرې ودانیز کارونه ودرول او د رادیو په تړاو یې پلټنې پېل کړې.

دا چې دا رادیو د یو حکم په اساس جواز اخیستی، هغه جواز کې د امتیاز خاوند انقلابي نه بلکې همدا پورته فرهنګي کمیټه ده، خو دلته اسنادو کې ښاغلي انقلابي جعل هم کړی چې د کمیټې نوم یې لرې کړی او د امتیاز څښتن یې ځان ګڼلی.

د لغمان فرهنګیانو له پخوا دا غوښتنه کوله چې د دې رادیو برخلیک دې دولت معلوم کړي، هغه د فرهنګي کميټې غړیو تل دا غوښتل چې موږ هسې تش په نامه د دې رادیو مسولیت اخیستی، انقلابي زورور دی، نه حساب ته کښېني او نه کتاب ته.

دوی وايي د امریکایانو ټول وسایل دولت ته مصادره شوي، دا دې هم مصادره شي؛ ٦٧ قلمه مواد یادې رادیو ته ورکړل شوي، باید پیدا شي د عوایدو منابع یې تشخیص او حساب ورسره وشي، د شلوکلونو مالیه، ښاري صفایي او کرایه دې د تعمیر ترې وضع شي او دا رادیو دې د ملي رادیو تلویزیون برخه شي یا دې د هغه دویمه څانګه شي چې وسایل یې حیف و مېل نه شي.

اسلامي امارت د موضوع د څېړلو په موخه د رادیو نشرات بند کړي او ددې رادیو په تړاو یې څېړنې پېل کړي که چېرې دا پورته خبرې ثابتې شي دولت به خپل تصمیم پرې نیسي.

د مرکزي نظام تعریف همدا دی چې هیڅ لوی او وړوکی سرکښي دې دلته نه وي؛ هره اداره به په خپل کاري استقامت کار کوي، اداري سلسله یې باید معلومه وي؛ مربوطه مرجع به د خپلو ماتحتانو نه کاري راپور اخلي.

شخصي رادیوګانې ټول فعالیت کوي، هر څوک ځانته ځمکه لري یا یې کرایه پرېکوي، دولت ترې خپله مالیه اخلي او جواز د فعالیت ورکوي.

دا چې دوی ادعا کوي چې طالبانو لغمان کې یوه خصوصي رادیو د کاوون غږ په نامه تړلې نو خصوصي رادیو په دولتي ځمکه اباده ده، دا خپله یو سوال برانګېزه موضوع ده؛ د رسنیو مهار او پر رسنیو څار باید د حکومت لومړیتوب وي.

اسلامي امارت باید دغه لاندې کټګورۍ رسنیو سره جدي اجرات وکړي.
الف: هغه رادیوګانې چې امریکایانو ایجادې کړي او دولتي ځمکې یې غصبې کړي او دا ډول کرغېړنه او توره سابقه ولري باید د یوې ځانګړې با صلاحیته محکمې په حکم وتړي، وسایل یې ورته باید مصادره کړي او مالي باقیات دې پرې تادیه کړي.
ب: هغه رسنۍ چې له جواز پرته فعالیت کوي او د نظام د لوایحو خلاف نشرات کوي جواز یې باید لغوه او تور لیست ته واچول شي.
ج: ټولې رسنۍ باید د موظفو ادارو له لوري وڅارل شي او وخت ناوخت یې رسنیز سکیجولونه وکتل شي.

ننۍ نړۍ او ننۍ جګړه د رسنیو ده، نو فلهذا دې د عطف ټکي ته باید اسلامي امارت خاصه پاملرنه ولري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version