د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست مسولین وایي، چې په دې ولایت کې د ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره د یوه روغتیايي مرکز د رغولو چارې پیل شوي.
د یاد ریاست مسولین زیاتوي، چې دا روغتیایي مرکز د غزني ولایت په مرکز کې د ناروې کمېټې له لوري جوړېږي، چې ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرې راځي.
د غزني ولایت مسولین وایي، چې د یاد روغتیایي مرکز په جوړېدو سره به تر ډېره بریده په یاده برخه کې د ناروغانو ستونزې حل شي.
په غزني کې د یاد روغتیایي مرکز د جوړېدو چارې په داسې مهال پیلیږي، چې لاهم د یاد ولایت د لرې پرتو ولسوالیو خلک له روغتیایي اسانتیاوو بې برخې دي او خپل ناروغان د درملنې لپاره نورو ولایتونو ته لېږدوي.
د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، چې د درملنې په برخه له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، دوی زیاتوي چې د ناروغانو د درملنې لپاره ډېر اوږده مزلونه وهي، چې ډیر کله ناروغان په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دوی له اړوندو ادارو او مرسته کوونکو موسسو څخه غواړي، چې په لرو پرتو سیمو کې هم د خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي او د دوی لپاره دې روغتیایي مرکزونه جوړ کړي.