د هېواد د لوړو زده کړو وزارت وياند حافظ ضياء الله هاشمي وايي، چې د دې وزارت د وزير شيخ نداء محمد نديم په مشرۍ یو پلاوی د ایران په رسمي بلنه دغه هېواد ته په سفر روان شو.
د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي اړيکو پراختيا ښودل شوې ده.
دغه راز په پام کې ده، چې ښاغلی ندیم به د علمي اړیکو پراختیا، متقابلو تجربو شریکولو او علمي همکاریو راجلبولو په موخه د ایران هېواد له مسؤلینو سره د خبرو تر څنګ، د دغه هېواد له بېلابېلو پوهنتونونو څخه هم لیدنه وکړي.
