هندي رسنيو راپور ورکړی، چې د هند صدراعظم نریندرا مودي او د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د درویشتمې کلنۍ ناستې په بیانیه کې له ترهګرو ډلو سره د افغان حکومت د مبارزې هرکلی کړی او ستايلې یې ده.

سرچينه وايي، په بیانیه کې راغلي، چې د دواړو هېوادونو مشرانو افغانستان ته له ځنډ پرته د بشري مرستو په لېږد ټینګار کړی دی.

همدارنګه په دې بیانیه کې د افغانستان په اړه د هند او روسیې نږدې همغږي، په ځانګړې توګه د خبرو اترو د میکانیزم له لارې همکاري هم ستایل شوې ده.

ياده دې وي، چې د روسیې ولسمشر پوتين دا مهال هند ته په يوه رسمي سفر تللی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version