د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وایي، چې د دغه ولایت مرکز پل‌علم او ولسوالیو بزګرانو د قوشتېپې کانال د زرغونتیا لپاره ۱۷۰ زره نیالګي مرسته کړې ده.

د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسؤل عبدالبصیر شاهد وايي، د کرنې او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د مرکز پل‌علم، برکي‌برک، محمداغې او څرخ ولسوالیو له بزګرانو څخه د قوشتېپې کانال د زرغونتیا لپاره مېوه‌لرونکي، غیر مېوه‌لرونکي او زینتي نیالګي راټول کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، راټول شوي نیالګي يې د قوشتېپې کانال د زرغونتیا لپاره د ملي پراختیا ادارې مسؤلینو ته سپارلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version