د ويانا کنفرانس په اړه د پټو معلوماتو په دوام، هندوکش غږ تازه ځينې اطلاعات ترلاسه کړي چې د ويانا ناستې په څنډه کې د امريکا، برتانيا او ځينو نورو غربي هېوادونو استخباراتي استازو، د مقاومت جبهې او آزادۍ جبهې له مسؤولينو او استازو او د مقاومت شوری له ځينو غړو سره د بندو دروازو تر شا ليدلي دي.

د مقاومت جبهې د رهبري غړي او د مقاومت شوری غړي فضل احمد معنوي د هندوکش غږ سرچينې ته تائيد کړې، چې د امريکا او برتانيا استخباراتي استازو چې په ياده غونډه کې يې مستقيم حضور نه درلود او نه يې غوښتل چې ورتګ ته یې په رسنيو کې انعکاس ورکړل شي؛ په غير مستقيم ډول یې غونډه څارله. د استخباراتي ادارو یادو استازو په يو ځانګړي هوټل کې د مقاومت جبهې او آزادۍ جبهې له مسؤلينو او د مقاومت شوری له ورغلو استازو سره په بېلابېلو ځانګړو اطاقونو کې د ځينو مهمو مسائلو په اړه مجالس ترسره کړي دي.

د معنوي په وينا، په دې ځانګړو ليدنو کې د مقاومت جبهې او د امريکا او برتانيا ترمنځ په ځينو مشخصو برخو کې د استخباراتي همکاريو د زياتولو په اړه بحثونه شوي او له مقاومت جبهې سره د يادو هېوادونو له لوري د مرستو وعدې هم شوې دي.

معنوي سرچینې ته همدا راز ویلي، نه پوهېږي چې د يادو هېوادونو استازو او د آزادۍ جبهې او مقاومت شوری د ځینو استازو ترمنځ به د مجلس اجنډا څه وه، خو اټکل دا دی چې له يادو دواړو مخالفو جريانونو سره ليدنې هم د ځانګړو استخباراتي اهدافو په موخه ترسره شوې دي.

یاده دې وي چې د سرپرست حکومت له بيا ځلې حاکميت وروسته غرب په ټول توان هڅه کړې ده چې له افغان بهر مېشتو مخالفو څهرو څخه د همسايه او سيمې هېوادونو په وړاندې په استخباراتي برخه کې استفاده وکړي.

د هندوکش غږ د معلوماتو په اساس، په دې وروستيو کې د غرب او ايران دواړو له خوا ورته هڅې زياتې شوې دي، ايران هم په نږدې وختونو کې د مقاومت شوری او نورو مخالفو ډلو له استازو سره پټه راشه – درشه ډېره کړې ده؛ په تېره يوه مياشت کې د ايران د سپاه پاسداران يو مهم هيئت په ترکيه کې له ځينو مخالفو څهرو سره لیدلي او د ویانا له ناستې وروسته بیا د مقاومت شوری د رهبرۍ مهم غړي عبدالرب رسول سياف هم ايران ته سفر کړی او ټاکل شوې ده په نږدې ورځو کې د مقاومت شوری يو بل هيئت هم ايران ته سفر وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version