عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د لیبیا د پخواني ولسمشر معمر القذافي زوی، سیف‌الاسلام قذافي د دغه هېواد د «الزنتان» ښار ته نږدې په یوه وسلوال برید کې وژل شوی دی.

د معلوماتو له مخې څلورو وسلوالو د سیف‌الاسلام پر کور برید کړی او تر برید وروسته نامعلوم لوري ته تښتېدلي دي.

سرچینو العربیه ته ویلي، چې نوموړي له بریدګرو سره لاس‌ په‌ لاس نښته هم کړې ده.

د سیف‌الاسلام قذافي کورنۍ او همکارانو د هغه د ترور خبر تائید کړی خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version