د لیبیا لوی مفتي شیخ صادق الغریاني، د پاکستان او لیبیا ترمنځ د وسلو پېر او پلور پر وروستۍ هوکړې توندې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان د پیسو حِرص په سر اخیستی دی.

نوموړي ویلي، پاکستاني رژیم ښه پوهېږي چې د لیبیا واکمن به د پاکستان وسلې د بې ګناه خلکو د وژلو او په لیبیا او سوډان کې د جګړو د پیلولو لپاره وکاروي.

شیخ صادق الغریاني د پاکستان دا اقدام غیر اخلاقي بللی او ویلي یې دي، چې یاد هېواد څرګنده کړه د دوی معاملې د اسلامي ورور ګلوۍ، قانوني مسؤلیت، یا حتی انسانیت له مخې نه‌ترسره کېږي.

په خبره یې: «د پاکستاني رژیم پرېکړې د حرص او پیسو له مخې کېږي، حتی که قیمت یې د بې ګناه خلکو وژنه او د دوی د مسلمانو ورونو د وینې تویول وي.»

د یادونې ده، چې د ليبيا لوی مفتي دغه څرګندونې په خپل اونیز ټلویزیوني پروګرام «فتوا» کې کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version