د راپورونو له مخې، د مالتا لومړي وزیر رابرت ابیلا اعلان وکړ، چې هېواد به یې په راتلونکې جون میاشت کې د فلسطین دولت په رسميت وپېژني.

دغه اعلان هغه مهال وشو، چې ابیلا د یوې سیاسي غونډې پر مهال د کورنیو او نړۍوالو مسائلو په اړه خبرې کولې.

نوموړي پر غزې د اسرائیل بریدونه وحشیانه بللي او زیاته کړې یې ده، چې د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندنه د دوی اخلاقي مسؤولیت دی او دا به د جون پر ۲۰مه نېټه د یوه نړيوال کنفرانس وروسته رسمي اعلان شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version