د بلوچستان ایالت په خضدار ولسوالۍ کې د پوځي ښوونځي د زده‌کوونکو پر بس د ځان‌تېري برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر لوړ شوی. په دغه برید کې د وژل شویو کسانو شمېر له تېر په توپیر لسو تنو ته رسېدلی، چې په‌کې اته تنه زده‌کوونکي او دوه پوځيان شامل دي.

د پاکستان پوځ د دغه برید پړه پر بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې «بلوچ لېبریشن ارمي» اچولې؛ خو یادې ډلې تر دې مهاله په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

د یادونې ده، چې په دغه برید کې د لسو تنو له وژل کېدو سربېره تر ۳۵ د زیاتو کسانو ټپي کېدل هم تائید شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version