د نيوز ۱۸ چينل د راپور له مخې، د متحده عربي اماراتو اتحاد هوايي شرکت په ابوظبۍ کې خپل ۱۵ پاکستاني کارکوونکي له دندو شړلي او هغوی ته یې یواځې ۴۸ ساعتونه وخت ورکړی چې له دې هېواده ووځي.
د معلوماتو له مخې، دغه کارکوونکي د معمول اداري بهیر پر ځای نېغ د کډوالۍ ادارو ته استول شوي او هلته ورته رسمي خبرتیاوې ورکړل شوي چې ژر تر ژره له اماراتو ووځي.
د متحده عربي اماراتو او پاکستان ترمنځ اړيکې دا مهال سختې ترينګلي شوي او اماراتو تازه له دې هېواده خپل ميلياردونه ډالره پور هم په بېړني شکل واخيسته.
د شنونکو په خبره، دغه ګامونه ښيي چې د اماراتو او پاکستان اړیکې حساس پړاو ته داخلې شوې او ښايي په راتلونکو ورځو کې نور بدلونونه هم رامنځته شي.
