د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مسوولین وايي، له متده عربي اماراتو او بلخ ترمنځ لومړۍ سوداگریزه الوتنه تر سره شوه، چې په لومړي ځل یې ۱۶ ټنه برېښنايي توکي پکې له دوبۍ څخه مزار شریف ښار ته راولېږدول شول.د بلخ د مولانا جلال‌الدین بلخي هوايي ډگر د گمرک رئیس عبدالله موحد وايي، د بیات پاور شرکت ۱۶ ټنه برېښنايي سوداگریز توکي له دوبۍ څخه مزار شریف ښار ته راولېږدول.د موحد په خبره، دا لومړی ځل و چې له دوبۍ څخه مزار شریف ته د هوايي دهلېز له لارې الوتنه کېږي.:« له سوداگرو سره خبرې روانې دي او موږ هیله‌من یو چې دا هوايي دهلېز به په راتلونکي کې هم فعال پاتې شي.»د بلخ سوداگر د بلخ ـ متحده عربي اماراتو ترمنځ د مستقیمو الوتنو ته خوښ دي او له حکومت غواړي چې په دغه برخه کې لا نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.د بلخ د سوداگرۍ او پانگونې خونې مشر اسدالله اسدي وايي، د هوايي دهلېز په برخه کې لا هم گڼې ستونزې شته او حکومت ته پکار ده چې شته ستونزې ژر هوارې کړې.له دې وړاندې د مولانا جلال‌الدین بلخي هوايي ډگر څخه ځڼغوزي او نور سوداگریز توکي د سیمې هېوادونو ته صادرېدل؛ خو دا لومړی ځل دی چې د بلخ او متحده عربي اماراتو ترمنځ مستقیمه الوتنه تر سره کېږي.افغانستان اوسمهال د گاونډیو هېوادنو سربېره د سیمې هېوادونو سره هم سوداگریزې راکړې ورکړې لري او هره میاشت زرگونه ټنه توکي له بېلابېلو لارو څخه افغانستان ته وارد او صادرېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version