د مالیې وزارت مسوولین وايي، د عامه پانگونې د ریاست له لوري د بودیجوي واحدونو ۶۶ پراختیايي پروژې تایید شوې.له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د عامه پانگونې ریاست له ملي لومړیتوب سره سم د اسلامي امارت موخو ته د رسېدو په موخه د غوره پروژو د ټاکلو، د مالي سرچینو د سپما او د پروژو د ستراتیژیک تحلیل لپاره د بودیجوي واحدونو د پراختیايي پروژو د مالي او اقتصادي تجزیې مسوولیت په غاړه لري.

د خبرپاڼې له مخې، یاد ریاست د پانگونې وړاندې مرحله کې د بودیجوي واحدونو ټولې نوې پراختیايي پروژې پراختیايي لومړیتوبونو ته په کتو ټاکي.:« د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره ۲۱۶ پراختیايي پروژې پیدا شوې وې او له دې ډلې د ۱۲۱ پروژو تحلیل او ارزونه وشوه؛ خو د پروژو د اروزنې کمېټې د پرېکړې او د اسلامي امارت د مالي محدودیتونو او پراختیايي لومړیتونو په پام کې نیولو سره ۶۶ نوې پرمختیايي پروژې د ملي بودیجې په سند کې شاملې کړې.»

د یادونې وړ ده، د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته یاد ریاست یوازې هغه پروژې چې د ملي بودیجې له لارې تمویلېږي تر لاسه او اروزي او د هغو پراختیايي لومړیتوبونو پر بنسټ چې د افغانستان په اقتصادي کنفرانس(کرنه، روغتیا، کانونو او خصوصي سکتور) کې مطرح شوي وي ټاکي. همدارنگه د وزارتونو او خپلواکو ادارو پراختیايي پلانونه هم پکې شامل دي.اوسمهال په هېواد کې گڼې ملي پروژې پیل شوې، چې د ځینو کارونه په بشپړېدو دي او د ځینو کارونو نیمايي کېدو ته نږدې شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version