د اسلامي امارت ویاند ذبيح الله مجاهد وايي، “ملا محمد حسن اخند چې عربي متحده اماراتو ته د روغتيايي معایناتو په موخه ورغلی و؛ د یاد هېواد د دولت رئیس محمد بن زاید آل نهیان یې د روغتیا پوښتنه وکړه”

ښاغلي مجاهد په خپله اېکس پاڼه ليکلي، د کوربه هېواد ولسمشر د اسلامي امارت د رئیس الوزراء د روغتيا د پوښتنې تر څنګ یاد هېواد ته ‏د نوموړي د ورتګ له امله خوښي ښودلې ده.

مجاهد زیاته کړې، “متحده عربي امارت د ورور هېواد په توګه د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د افغان ملت تر څنګ ولاړ دی.”

دغه راز په دې ليدنه کې رئیس الوزراء د متحده اماراتو د مشر له ورتګ څخه مننه کړې او د دواړو ملتونو د اسلامي اخوت له مخې یې د لا نږديوالي هیله کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version