د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه هېواد کې د امریکایي ځواکونو پوځي ماموریت پای ته رسېدلی او ټولې پوځي هډې سوریایي ځواکونو ته سپارل شوې دي.

د اعلامیې له مخې، د سوریې پوځ د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته تازه د دغه هېواد الحسکه ولایت کې د قسرک پوځي هوایي هډې کنټرول هم ترلاسه کړی دی.

اعلاميه زياتوي چې اوس د «ترهګرۍ ضد مبارزه» او د امنيت ساتل په بشپړ ډول د سوريې د حکومت مسئوليت او دا ګام د دمشق او واشنګټن ترمنځ د نويو ډيپلوماټيکو او اقتصادي اړيکو پیل دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version