Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د مخالفو جبهو د وسلوال مقاومت تصور؛ یوازینی ملاتړی هېواد او بې‌ ځایه تمې
    سیاسي لیکني

    د مخالفو جبهو د وسلوال مقاومت تصور؛ یوازینی ملاتړی هېواد او بې‌ ځایه تمې

    عمران آغاعمران آغا23 اپریل 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په دې وروستیو کې د افغانستان د اسلامي حکومت ځینې مخالفې څېرې د خپلو هغو وژل شویو کسانو په یاد غونډه کې چې د اسلامي نظام په مقابله او د لوېدیځ له لوري د تپل شوې ډیموکراسۍ په مسیر کې وژل شوي؛ د تېرو کلونو په څېر یو ځل بیا په خپلو باطلو تصوراتو کې ډوب او په افغانستان کې یې د «نږدې بدلونونو» خبرې کړې. دا په داسې حال کې ده چې همدې کسانو د افغانستان د اسلامي حکومت پر وړاندې د پاکستان د دښمنانه دریځ په پام کې نیولو سره، اوس د همدې هېواد په ملاتړ وسلوال مقاومت ته زړه ښه کړی او د خپلو هیلو پوره کېدو لومړنی لوری یې بولي.

    په همدې چوکاټ کې، د افغانستان یو شمېر تښتېدلي او ماتې خوړلي سیاسي مشران، اوس مهال د پاکستان پر وړاندې په بشپړه دوه مخې څېره راڅرګند شوي دي. محمد محقق چې کلونه کلونه یې پاکستان د افغانستان د بدمرغۍ، ناامنۍ او وینې تویېدو اصلي لامل او د افغان ولس لومړی درجه دښمن ګاڼه، نن هماغه هېواد ته «ورور» وایي، پوځي او سیاسي چارواکي یې د سیمې د سولې او ثبات داعیان معرفي کوي.

    دا په داسې حال کې ده چې یوازې یوه میاشت وړاندې، پاکستان د افغانستان د ټولنې له تر ټولو بې‌ وسه قشر څخه نږدې پنځه سوه تنه (تر درملنې لاندې روږدي کسان) د روژې په مبارکه میاشت او د لیلة القدر په شپه کې په شهادت ورسول. داسې یوه نظام ته د «سیمه‌ ییزې سولې او ثبات د داعي» لقب ورکول، د لیلة القدر د شهیدانو له وینو سره ښکاره خیانت او د افغانستان د ملت پر زخمونو د مالګې شیندل دي.

    پاکستان داسې هېواد نه دی چې نن یو څوک وکولای شي د سولې غوښتونکی یې وښيي. په افغانستان او د سیمې په نورو هېوادونو کې د دې هېواد کارنامه له منافقت او د افغانستان او سیمې د دوامدارې بې‌ ثباتۍ له هڅو پرته بل څه نه ده. له همدې امله، د وسلوال مقاومت د پروژې لپاره د داسې هېواد پر ملاتړ زړه تړل سیاسي تحلیل نه، بلکې یو ناپوهه توهم او د تېرو ناکامو تجربو تکرار دی.

    بل لوري ته احمد مسعود هم د تېرو کلونو په څېر، یو ځل بیا هماغه تکراري او کلیشه‌ یي څرګندونې کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان حکومت د ماتېدو په حال کې دی او بدلونونه را روان دي. دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په تېرو څو کلونو کې دا ډول ادعاوې په بار بار تکرار شوې، خو هېڅکله یې په میدان د عملي کېدو نښې نه دي تر سترګو شوې. رسنیزې اعلامیې هېڅکله د رښتیني میداني واقعيت ځای نشي نیولای.

    په واقعیت کې هغه کسان چې نن د پاکستان پر ملاتړ تکیه کوي، نه یې د افغانستان د تاریخ تجربه لوستې او نه یې د هغو ځواکونو له برخلیک څخه پند اخیستی چې پر بهرنیو ځواکونو یې تکیه کړې، هغوی باید درک کړي چې پاکستان هېڅکله د غربي هېوادونو په پرتله یو پیاوړی تکیه او باوري پناه‌ ځای نه شي کېدای.

    په مقابل کې د افغانستان اسلامي حکومت د خپل مجاهد او زړور ولس په ملاتړ او د کورني یووالي په ساتلو سره، د پاکستان او د هغه د نیابتي ځواکونو په وړاندې ولاړ دی، د دې خاورې د دښمنانو هره نقشه او دسیسه به شنډه کړي. هغه کسان چې لا هم د پاکستان د ملاتړ له لارې د خیالي بدلونونو خوبونه ویني، نه د عملي ډګر واقعیتونه ویني او نه د خپلو ارزښتونو او خاورې د دفاع لپاره، د دښمنانو او د هغوی د غلامانو په وړاندې د افغانستان د ملت له ټینګې ارادې او عزم څخه خبر دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبي‌بي‌سي: کینیا کې عالي محکمې امریکا ته د ظاهر قدیر د سپارلو پرېکړه تائيد کړه
    راتلونکي مقاله د امريکا د سمندري ځواکونو وزير هم استعفا اعلان کړه

    مربوطه لیکنې

    د جبهاتو ازدحام د ښه راتلونکي که د ناکامۍ نښه ده؟

    11 مې 2026

    ډیورنډ کرښه په رسميت پېژندل؛ د مخالفينو پر تندي تور تاريخي داغ

    6 مې 2026

    د جبهاتو د یووالي ناستې؛ د نفاق که د انسجام پلېټفارمونه؟

    4 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 13 مې 2026

    ‏د هېواد په بندرونو کې د پرمختللو لابراتواري کمپلکسونو د جوړېدو تړون لاسلیک شو

    د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په شتون کې، د هېواد په مرکز…

    کابل ښارولي: د ښار له ۲۲ګونو ناحیو راټول شوي ‏نږدې ۴۷ ټنه بې‌کیفیته توکي یې له منځه وړي

    13 مې 2026

    ټرمپ په درې ورځني سفر چین ته روان شو

    13 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ‏د هېواد په بندرونو کې د پرمختللو لابراتواري کمپلکسونو د جوړېدو تړون لاسلیک شو

    13 مې 2026

    کابل ښارولي: د ښار له ۲۲ګونو ناحیو راټول شوي ‏نږدې ۴۷ ټنه بې‌کیفیته توکي یې له منځه وړي

    13 مې 2026

    ټرمپ په درې ورځني سفر چین ته روان شو

    13 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،162 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،098 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،201 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.