د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګېرهارډ د یوې مهمې خبري ناستې په ترڅ کې ویلي، «د افغان پناه غوښتونکو د ستنولو او قاچاق د مخنیوي لپاره اتریش له افغان حکومت سره په اړیکه کې دی.» دې اړیکې یو ځل بیا له افغان حکومت سره د تعامل، نړۍوالې پېژندنې، ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا او عادي کېدو ښکاره ثبوت وړاندې کړ. د اتریش هېواد دا اقدام نه یوازې د امارت د مشروع حکومتدارۍ ښکارندوی دی، بلکې له جرمني او سویس وروسته اتریش هم د یوه مهم اروپایي هېواد په توګه له افغان حکومت سره د اړیکو جوړولو په لړۍ کې په مستقیم ډول شامل شو.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګېرهارډ پخپلو خبرو کې د افغان حکومت د کورنیو چارو له وزیر سره لیدل اټکل ګڼلي، خو وایي فکر کوي چې د افغانستان چارواکي به هم هلته په اتریش کې خبرې وکړي. د نوموړي دا څرګندونې د دواړو هېوادونو تر منځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د شتون ښکارندوی دي، خو تر ټولو مهم پیغام یې دا دی چې اتریش د یوه اروپايي هېواد په توګه له درېیمګړي هېواد پرته، له افغان حکومت سره مستقیمې اړیکې غواړي. له افغان حکومت سره د اروپایي هېوادونو دا ډول اړیکې د ښه تعامل او د رسمیت پېژندنې لپاره مقدماتي ګامونه او ښه پیل بلل کېږي، د اتریش دا اقدام ښیي چې نړۍواله ټولنه اوس له افغان حکومت سره د رابطو په جوړلو کې جدي ده، چې دا ډول حالت د مخالفینو د ټولو هڅو د پای په معنی دی.

ویانا چې تر اوسه د جمهوریت د پاتې شونو او د تش په نوم مقاومتي جبهو لپاره یو پلټفارم و، هلته به یې هر ډول غونډې جوړولې او فعالیتونه یې ترسره کول، اوس د افغان حکومت د بریالۍ حکومتدارۍ او مستقیمو اړیکو په نتیجه کې یاد پلټفارم بې اغېزه ښکاري، ځکه اړیکې د هېوادونو ترمنځ جوړېږي او دواړه اړخونه یې هېوادونه وي، د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په رغېدلو کې وړې منفورې جبهې نه مهمې دي او نه توجه ورته کېږي، بناءً د افغان حکومت مخالفین د یوې خوندي ځالې په توګه د خپلو نامشروع فعالیتونو د دوام لپاره دا ځای هم نور له لاسه ورکوي.

مقاومت جبهه او د افغان حکومت نور شعوري مخالفین چې اصلاً د پردیو ګټو او د افغانانو پر وړاندې د بهرنیو پلانونو د تطبیق لپاره کار کوي، د افغان حکومت د داخلي ثبات، بهرنۍ فعالې ډیپلوماسۍ او ښه سیاست په نتیجه کې کاملاً د انزوا په لور روان دي، د افغانستان اوسنی حکومت چې د اقتصادي ودې، امنیت، داخلي ثبات او پرمختګ لپاره شپه او ورځ کار کوي، د نړۍوالې ټولنې له خوا په تدریجي توګه منل کېږي، پداسې حال کې چې مخالفین یې په اروپا کې د غلا، قاچاق او جنسي ځورونې په تورنو کې ښکېل دي.

د مقاومت جبهې او افغان حکومت مخالفین چې په اتریش کې مېشت دي، دغه ځاله یې هم د له منځه تللو په حالت کې ده، خو د ځان لپاره د یو بل خوندي پټنځای په لټه کې دي. دوی چې پخوا یې ځانونه د پاکستان د کلکې دښمنۍ مدعیان بلل، هر وخت به یې د پاکستان په وړاندې دریځ نیوه او د پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکول، اوس هماغه پاکستان ته د لاس غځولو په حالت کې دي، د دوی دا ډول بدلون پدې دلالت کوي چې د خپلې بقاء پخاطر له اوله دوی ته شخصي ګټې مهمې وې او له پاکستان سره یې مخالفت یو نمایش و.

مقاومت جبهه چې نور په اروپا کې د فعالیت ځای نه لري، د خپلې بقاء لپاره هره ممکنه لاره غوره کوي، ولو که د پاکستان دروازه هم ور وټکوي او د پاکستاني پوځ په غېږ کې ځاله ومومي. خو باید له یاده ونه باسي چې هره ځاله پرې ړنګېږي او نور به د پښې ایښودلو ځای هم ونلري، پرته له دې چې تسلیم شي او نور نو له هر راز مخالفت څخه لاس واخلي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version