ليکوال: ارسلا مهدي

له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې چې په افغانستان کې د واک بدلون راغلی، په داسې حال کې چې احمد مسعود په خپله وروستۍ تبلیغاتي وینا کې د مخالفینو د یووالي ادعا وکړه، خو میداني واقعیتونه بیا بېل دي او د افغان حکومت د مخالفینو د منظموالي او انسجام نشتوالی لا د بحثونو په سر کې ځای لري. که څه هم په بهر کې یو شمېر سیاسي څېرې، پخواني چارواکي او ګوندونه موجود دي، خو دوی تر اوسه نه دي توانېدلي چې یو واحد سیاسي چتر یا داسې یوه برنامه رامنځته کړي چې د افغانستان د ټولو قومونو او سیاسي لیدلورو استازیتوب وکړي، بلکې دوی په خپل منځي اختلافاتو او د شخصي ګټو په تأمین بوخت دي.

په مخالفینو کې دا خپل منځي تشتت د دې لامل شوی چې مخالفین د نړیوالې ټولنې په نظر کې هم د یوې پیاوړې سیاسي قوې په توګه د پام وړ و نه اوسي. د دې نه همغږۍ یو لوی لامل د تېر شل کلن جمهوري رژیم پر مهال د باور د کچې ټیټوالی او د سیاسيونو ترمنځ د ژورو درزونو موجودیت دی. ډېری هغه کسان چې نن د مخالفینو په توګه ځان معرفي کوي، یا د تېر رژیم په ناکامیو کې شریک ګڼل کېږي او یا هم د ځانګړو تنظیمي او قومي ګټو په مدار کې حرکت کوي. د دوی له خوا د یوې داسې بدیل برنامې نشتوالی چې د کشالو متنوع حللارې وړاندیز کړي، د دې باعث شوی چې ولس د مخالفینو په اړه د بې ‌باورۍ په فضا کې پاتې شي.

د مخالفت په برخه کې بله ستره ننګونه د «سیاسي او پوځي» لارو ترمنځ د روښانه کرښې نشتوالی دی. ځینې ډلې لا هم د وسلوال مقاومت په تکل کې دي، خو په اوسني وضعیت کې نه یوازې د نړیوال ملاتړ له نشتون سره مخ دي، بلکې د مشروعیت نشتون او په خلکو کې د جګړې د تکرار په اړه د وېرې شتون هم د دې مخالفت په مخنیوي کې رول لوبولی.

د نړیوالې ټولنې د ملاتړ ترلاسه کول هم د مخالفینو لپاره یوه بله مهمه ازموینه ده. نړۍ اوس مهال له افغان حکومت سره د تعامل په حال کې ده او د بدیل په لټه کې نه ده، ځکه چې مخالفين تر اوسه د یو منظم سیاسي جریان په بڼه نه دي ښکاره شوي، بلکې برعکس افغان حکومت د رسمیت پیژندنې ټول مراحل پوره کړي دي. ځینې مخالفین توقع لري چې په راتلونکې کې د افغانستان په برخلیک کې رول ولوبوي، خو دوی لا هم د خپل منځي اختلافاتو او ګډ لیدلوري د نشتون قربانیان دي، نه په نړیواله کچه د اعتبار وړ دي او نه په کور دننه ولسي ملاتړ لري.

تر ټولو اړینه خبره دا ده چې مخالفین واک ته د رسېدو لپاره د بهرنیانو په توسط د جګړې او فشار غوښتونکي دي، هغه انتخاب چې په تېر کې یې هم دوه لسیزې هېواد د یرغلګرو د ګټو لپاره قرباني کړ، خو په اخر کې دغه بهرنۍ مداخلې یرغلګرو ته له تېښتې او د دوی په لاس جوړ شوي رژیم له پرځېدو پرته نور څه په لاس ورنکړل. مخالفین یوازې د واک تندې اخیستي او د خړوبولو په هدف یې د خلکو د دردونو لپاره دوا، د افغانستان لپاره روښانه راتلونکې او په افغانستان کې خپلواک اسلامي حکومت دوام نه غواړي.

د یوې اغېزمنې بدیلې لارې په توګه د افغان حکومت د مخالفينو لپاره اړینه ده چې له مخکنیو تېروتنو تېر شي او د هېواد د خیر لپاره په دې حساس وخت کې پر یووالي تمرکز وکړي. په افغانستان کې د حاکم خپلواک اسلامي نظام سره ودرېږي، د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي او د هر بهرني دښمن په وړاندې د هېواد له ارضي تماميت څخه د هېواد د نورو بچيانو ترڅنګ دفاع وکړي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version