Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»‏د مذهبي مشرانو له ترور څخه د پاکستان هدف څه دی؟
    لیکني

    ‏د مذهبي مشرانو له ترور څخه د پاکستان هدف څه دی؟

    صابر افغانصابر افغان22 مارچ 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستان اصلي واکمن -فوځ او ادارو- له ځینو پرېکړو سره چې هر وخت پاکستاني ولس خپله ناخوښي څرګنده کړې، حکومت د “جوړ جاړي” پر ځای د “زور” لار سنجولې، او هڅه یې کړې چې د ټوپک په وسیله خپلو موخو ته لاس رسی پیدا کړي، له همدې امله له کومې ورځې چې یې د بلوڅ او پښتون مېشتو سیمو د طبعي زېرمو لوټول شروع کړي، او د سیمې ولسونه یې په کامله توګه ترې بې برخې کړي، د ځایي خلګو د اعتراض وروسته یې زرګونه خلګ برمته کړي، قومي مشران یې وژلي او د دوی غږ یې د ټوپک په شپېلۍ خپ کړی.

    دا پالیسۍ حکومت له تېرو څو لسیزو څخه په دوامداره توګه پرمخ وړي، او هر کله چې د خلګو په اعتراض کې شدت راغلی، دوی په خپلو وحشتونو کې هم زیاتوالی راوستلی.

    خو دا چې د ظلم انجام بد وي، او له ظالم څخه د ترسره کړیو ظلمونو بدله په دنیا کې هم اخستل کیږي، اوسني وخت کې دوی د خپلو کړیو اعمالو له سخت حساب څخه کړیږي او ورځ تر بلې ولس واټن ترې پیدا کوي.

    په کار خو دا وه چې دوی پر خپلو کړنو له سره نظر کړی وای، او اوسنی کړکېچ یې د خبرو اترو له لارې حل کړی وای، خو برعکس دوی خپل ظلم ته نوره هم ادامه ورکړه، او د نوې ستراتیژۍ پر کار اچولو سره یې د سیاسي څهرو، قومي مشرانو او مذهبي علماوو په قتل رسولو ته مټې را بډ وهلې، چې د اکوړه خټک مرستیال مهتمم “شیخ حامد الحق” باندې ځانمرګی برید، بلوچستان کې د جمعیت علماء اسلام ځایي مشر، او وتلی دیني عالم “مفتي شاه میر عزیز” د لمانځه پر مهال مرموز قتل، د لشکر طیبه پر رهبرۍ برید، او د مخکښ قومندان “ابو قتال” وژنه، او د لانجمنې مذهبي څهرې “مفتي منیر شاکر” ترور هغه څه دي کوم چې په دا وروستيو کې تر سره شوي، او عاملین یې لا تر اوسه نه دې پېژندل شوي.

    دا چې له داسې کړنو څخه د حکومت هدف څه دی، په لنډو ټکو کې به یې لاندې واضح کړو:
    اول: پر پاکستان باندې د “داعشي خوارجو د ملاتړ” دا تور دی، چې دوی د سیمو هیوادونو د ناامنه کولو په پار داعشيانو ته په بلوچستان او ځینو قبائلو سیمو کې پناه ځایونه ورکړي، او د خپلو موخو په پار استفاده ترې کوي.

    په وروستیو کړنو سره دوی غواړي چې د ځینو وژنو پړه پر داعش واچوي، (که څه هم دوی په عموم کې د داسې پېښو عاملین د ټي ټي پي وسلوال معرفي کوي، حال دا چې د هغوی جګړه یواځې د فوځ سره ده، د مذهبي علماوو او قومي مشرانو ترور د هغوی په ایجنډا کې نشته) او نړیوالو ته دا وښه‌یي چې مونږ د داعشیانو ملاتړي نه یو، مونږ خپله له دوی څخه سر ټکوو.

    دوهم: پاکستان اوسني وخت کې د زیاتو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دی، چې ولس یې د هرڅه مسؤولیت حکومت ته راجع کوي.

    په دې کړنو سره حکومت غواړي چې مذهبي دښمنۍ رامنځته کړي، ولسونه خپل مينځ کې ښکېل کړي او له ځانه د خلګو توجه واړوي.

    دریم: د حکومت مخالفین (هغه که ټي تي پي دي، او که بلوڅ وسله‌وال) اوس تر هر وخت زیات په زور کې دي او ورځ تر بلې په خلګو کې محبوبیت پیدا کوي.

    د مذهبي مشرانو او قومي مخورو په ترور سره حکومت غواړي چې د مخالفینو د نفوذ مخه ونیسي، او ځایي خلګ له دوی څخه متنفره کړي.

    څلورم: له لسیزو راهیسې پاکستان په مختلفو بهانو له نړیوالو مرستې ترلاسه کړې او خپل ځوړند اقتصادي وضعیت یې له سقوط څخه ژغورلی.

    په اوسنیو کړنو سره یو ځل بیا پاکستان غواړي چې د “ترهګرۍ سره د مبارزې” په پلمه نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي، او د خپل ترنګلي اقتصادي حالت د سمون هڅه وکړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد یمن انصار الله ډله: په تېرو ۴۸ ساعتونو کې مو د فلسطين په ننګه په اسرائیلو درې توغنديز بريدونه ترسره کړي
    راتلونکي مقاله اقتصاد وزارت: په ۱۴۰۳ کال کې ۱۳۴ بنسټونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې “القسام” د یمن حوثي ځواکونو مشر ته په یوه پیغام…

    د سوریې استخباراتو د نشه يي توکو مهم قاچاقبر او د بشارالاسد د تره زوی وسيم‌الاسد نيولی

    22 جون 2025

    د يمن د انصار الله د سياسي دفتر غړی محمد البخيتي: د ايران ترڅنګ د امريکا پر وړاندې د جګړې ډګر ته دانګو

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025

    د سوریې استخباراتو د نشه يي توکو مهم قاچاقبر او د بشارالاسد د تره زوی وسيم‌الاسد نيولی

    22 جون 2025

    د يمن د انصار الله د سياسي دفتر غړی محمد البخيتي: د ايران ترڅنګ د امريکا پر وړاندې د جګړې ډګر ته دانګو

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.