د هېواد د مرکزي ولایتونو د هزاره قوم سپین ږیرو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو له وزیر سره په کتنه کې پر ولسي یووالي ټینګار کړی او له قومونو سره پر ښو اړیکو یې د سرپرست حکومت هڅې ستایلې دي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه لیدنه کې، یادو قومي مشرانو او سپین ږیرو د خپلو ولایتونو په اړه ځینې ځایي ستونزې له ښاغلي نوري سره شریکې کړي او ور څخه یې غوښتي چې د حل لارې ورته ولټوي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ویلي، چې ‏سرپرست حکومت دا خپله فریضه ګڼي چې د ولسونو تر منځ د شته اتفاق واګې لا ټینګ کړي او د افغانستان ټول ولسونه پر یوه ټغر‏ سره را ټول کړي.

ښاغلي نوري قومي مخورو ته د دوی د سیمه‌ییزو ستونزو د حل او هوارېدو په هکله ډاډ ورکړی او دا یې خپل مسؤلیت یاد کړی چې د ولسي وګړو ستونزو ته به د حل لارې چارې لټوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version