سر پرست حکومت وايي، د مس عینک کان له سیمې څخه یې سلګونه تاریخي آثار کابل ته استولي دي.

باختر خبري آژانس پرون د سر پرست حکومت د لرغون پوهنې د رئیس ذبیح الله سادات له قوله خبر ورکړ چې نوموړی وايي، د کوشاني دورې اړوند ۴۰۰ لرغوني آثار چې په دې وروستیو کې د لوګر په مس عینک کان کې موندل شوي وو، د کابل موزیم ته انتقال کړي دي.

د مس عینک د استخراج چارې له څو کلونو راهیسې د دې کان په سیمه کې د بودایي دورې د یو لرغوني ښار د اړوندو راپورونو له کبله ځنډېدلې وې.

ړنګ شوي جمهوري نظام کې د دې کان د استخراج د چارو قرارداد له یوه چینايي شرکت سره کړی و، خو په دې کان کې عملي کار څوکاله وځنډېده.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر هیواد له بیاواکمنېدو وروسته یوځل بیا د مس عینک کان پر پروژې کار پیل کړ او غواړي چې د دې پروژې په وسیله له چین سره ځان نژدې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version