د پوهنې وزارت وايي، د هېواد په ټولو ښوونځیو کې نږدې ۸۰ سلنه زده‌کوونکو نوي چاپ شوي کتابونه تر لاسه کړي دي.

د یاد وزارت ویاند منصور احمد حمزه وايي، د راتلونکي کال لپاره یې ۳۸ مېلیونه ټوکه کتابونه چاپ کړي او زده کوونکو ته یې رسولي دي.

د ده په خبره، د هېواد په لرې پرتو سیمو کې لا هم زده‌کوونکو ته پوره کتابونه نه رسېږي او د پوهنې وزارت هڅه کوي چې د هېواد په ټولو سیمو کې زده‌کوونکو ته پوره کتابونه ورکړي.

د هېواد په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال د وري په لومړۍ نېټه پیلېږي او د نوو زده‌کوونکو د شاملولو لړۍ بیا د روانې میاشتې په وروستیو کې پیلېږي.

د پوهنې وزارت مسوولین مني چې لا هم په هېواد کې ټولو زده‌کوونکو ته پوره کتابونه نه ورکول کېږي او ځینې زده‌کوونکي مجبورېږي چې تدریسي کتابونه په بازار کې واخلي.

یاد وزارت نه دي ویلي چې اوسني چاپ شوو کتابونو کیفیت څنگه دی؛ خو له دې وړاندې چاپ شوي کتابونه ژر خراب شوي او په څو کلونو کې له منځه تللي دي.

د ښوونیزو چارو کارپوهان وايي، کورنۍ، ښوونکي او خپله زده‌کوونکي باید تدریسي کتابونه ښه وساتي؛ ځکه چې دغه کتابونه په راتلونکي کې د نورو زده‌کوونکو ته هم ورکول کېږي.

د پوهنې وزارت تېره اوونۍ ویلي وو، په ټول هېواد کې یې د خیالي ښوونکو او ښوونځیو کچه صفر ته راکمه کړې ده.

په هېواد کې د مسلکي ښوونکو کمښت، لرې پرتو سیمو کې ښوونځیو ته نه پاملرنه، د ښوونځیو د ودانیو نه‌شتون او د کورنیو له لوري خپلو ماشومانو سره په کور کې مرسته نه کول هغه لاملونه دي چې په هېواد کې یې د پوهې کچه راټیټه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version