د هېواد نوموتی او مشهور شاعر مطیع الله تراب تېره شپه په خوست کې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو؛ د ده خپلوانو په وینا د هغه جنازه دا مهال د ننګرهار پر لور روانه ده.

ټاکل شوې چې د نوموړي جنازه به نن وروسته له غرمې په ۲ بجې د جلال اباد ښار د شهید معلم اول ګل په لوبغالي کې اداء شي، چې د سیمه ییزو چارواکو، د علمي او فرهنګي ټولنو او د هغه د ګڼ شمېر مینه‌والو د ګډون تمه هم کېږي.

همدارنګه، د تراب دوهمه جنازه به د هغه په پلرني ټاټوبي، د خوږیاڼو ولسوالۍ د کاله خیلو په کلي کې نن ماځیګر په ۴ بجې ترسره شي.

مطیع الله تراب د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې د ملي ارزښتونو، پښتو ژبې او اسلامي او حماسي فکر په تړاو یې ډېر شعرونه ویلي، چې د خلکو په منځ کې یې پراخ محبوبیت درلود.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version