د لوی الله په نصرت، د یو داسې پوځ له دفاعي سیستمونو څخه چې په نړۍ کې یوولسم قوي پوځ بلل کېږي، د افغانستان د ډرونونو تېرېدل، تر مهمو اهدافو رسېدل او پر مهمو زیربناوو د سایبري بريدونو په مخنیوي کې پاتې راتلل یوه لویه پوښتنه ده، چې باید پوځي رژیم یې په اړه پاکستاني ولس ته ځواب ووايي.

د پاکستان له اتيا فیصده څخه زیاته بودیجه، د پاکستان د خلکو مالیې او ټکس د پوځي جنرالانو په خدمت کې دي. افغانستان د پاکستان دښمن نه دی؛ یوازې د پاکستاني پوځ د ظلم په مقابل کې لکه څنګه چې پاکستانی ولس ولاړ دی، همداسې افغانستان هم ولاړ دی.

په ننګرهار، لوګر، پروان او کندهار کې د ډرونونو راغورځولو وښوده چې افغانستان نور د نړۍ له اوسني ټکنالوژيکي پرمختګ څخه بې‌برخې نه دی. اوس داسې یو مسؤل شرعي نظام لري چې له ځمکې او هوا څخه د افغانستان د ارضي تمامیت، خپلواکۍ او ملي حاکمیت د دفاع په برخه کې منظم کار کوي او ځان‌ بساینې ته ځان رسوي.

نور باید څوک دا ونه وایي چې د پاکستاني پوځ د شریرې کړۍ ډرونونه لوېدلي دي، بلکې باید داسې ووایي چې د پاکستاني تيري ګر پوځ انتحاري ډرونونه، چې د افغانانو د قتل عام او د افغانستان د شتمنیو د تباهۍ لپاره را لېږل کېږي، راغورځول شوي!

دا چې د چا له خوا؟
ځواب: ستاسو د هوایي دفاع د سرلوړي، ویاړمن او مجاهد ځواک له خوا.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version